Share this link via
Personality Websites!
اِنَّ مِنَ الْبِرِّ بَعْدَ الْمَوْتِ اَنْ تُصَلِّیَ لَہُمَا مَعَ صَلَوٰتِکَ وَ تَصُوْمَ لَہُمَا مَعَ صِیَامِکَ
ترجمه: بے شکه د وفات نه پس د مور پلار سره ښه سلوک دا دے چې تۀ د خپل نـمونځ سره د هغوئي د پاره هم نـمونځ اوکړې، د خپلې روژې سره د هغوئي د پاره هم روژه اونيسې! ([1])
د دې حديثِ پاک 2 معنې کيدے شي: (1): کله چې هم تاسو نمونځ کوئ! روژه نيسئ نو د دې ثواب خپلو مور او پلار ته بخښئ! (2): دويمه معنٰی دا کيدے شي چې د هغوئي له طرفه د هغوئي د نمونځونو او روژو فديه ورکړئ چې دا هم د هغوئي د وفات نه پس د هغوئي سره د ښيګړې يوه صورت دے۔
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې صرف دريمه، لسمه، څلويښتمه وغيره نۀ بلکې د مور او پلار پۀ حقونو کښې دا هم دي چې اولاد پۀ خپله هره يوه نيکۍ کښې هغوئي هم شامل کړي، چې کومه نيکي هم کوي، د هغې ثواب دې مور او پلار ته بخښي او نفلي نيکۍ دې کوي او د هغې ثواب دې هغوئي ته بخښي۔ لهذا که الله پاک وَس درکړے وي نو د مور او پلار د اِيصالِ ثواب د پاره د قُربانۍ بيل څاروے واخلئ! که دومره وَس مو نۀ وي نو خپل واجب ادا کړئ او د هغې ثواب خپلو وفات شوو مور او پلار ته اوبخښئ!
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څاروي تقسيمول
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قُربانۍ پۀ باره کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه ادا دا هم ده چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ صحابۀ کرامو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami