Share this link via
Personality Websites!
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره دې بيل څاروے واخلي يا دې پۀ غټ څاروي کښې حصه شامله کړي۔ که دومره وَس نۀ وي او صرف خپله واجِب قُرباني کولے شي نو قُرباني دې د خپل اړخ نه يعنې هم د خپل واجب ادا کولو د پاره اوکړي! او د هغې ثواب دې دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته نذرانه کړي!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هر کال د اُمت د طرف نه قُرباني کوله، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې ادا نه دا هم معلومه شوه چې اِيصالِ ثواب جائز نۀ بلکې سُنَّت دے او دا هم معلومه شوه چې اِيصالِ ثواب صرف د نارينؤ د پاره نۀ، د ژوندو د پاره نۀ بلکې د راتلونکو خلقو د پاره هم کيدے شي۔
پۀ روايتونو کښې دي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مړي د پاره د اِيصالِ ثواب ترغيب ورکولو۔ ([1]) يوه صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها کومې ته چې به بنتِ عَفِيف وئيلے کيدله، هغه فرمائي: مونږ چې کله دربارِ رسالت ته حاضرې شو نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ نه د دې خبرې بيعت واخستو چې مونږ به د خپلو وفات شوو د پاره فاتحه لولو۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! د دې نه اندازه ولګوئ چې د دواړو جهانو رحمت، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami