Share this link via
Personality Websites!
یاد اُن کی اپنی عادَت کیجیے!
(ياد د هغوئي خپل عادت جوړ کړئ!)
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو پخپله د خپل زړۀ نه پوښتنه اوکړئ! چې کوم خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ دومره خيال ساتلو، د هٰغه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ياد مونږ له څنګه نمانځل پکار دي۔۔۔؟ * زمونږ حق جوړيږي چې پۀ ګرځيدو، پۀ ناسته پۀ ولاړه، پۀ ويخه پۀ اودو د خپل خوږ محبوب آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر پۀ شونډو باندې وساتو * د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حُضُور کښې د درودونو نذرانې پيش کوو * د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت اِختيار کړو * مخ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّت (يعنې ږيره مبارکه) باندې ښکلے کړو * پۀ سَر باندې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت يعنې د عمامې شريفې تاج کيږدو * چې جامې مو هم د سُنَّتو نه ډکې وي * او خاص طور چې چا له الله پاک توفيق ورکړے وي، الله پاک چا له وَس ورکړے وي نو هر کال د محبوب آقا، د ځان نه د خوږ آقا، خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ايصالِ ثواب د پاره د بيلې قُربانۍ کولو سعادت حاصل کړو۔
دلته د يوې خبرې وضاحت کووم: پۀ چا باندې چې قُرباني واجِب وي، د هغوئي د پاره لازمي دي چې هم د خپل ځان د طرف نه قُرباني کوي،([1]) د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami