Share this link via
Personality Websites!
شو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ خپلو لاسونو هغه ذبح کولو او وئيل به يـې:
اَللّٰهُمَّ هَذَا عَنْ اُمَّتِي جَمِيعًامِمَّنْ شَهِدَ لَكَ بِالتَّوْحِيدِ وَشَهِدَ لِي بِالْبَلَاغِ
ترجمه: اے الله پاکه! دا قُرباني زما د هر هٰغه اُمتي له طرفه کوم چې ستا د يو کيدو او زما د دِين د رسَوَلو ګواهي ورکوي۔
بيا به بَل ګډ حاضر کړے شو، هغه به يـې پۀ خپل مبارک لاس باندې ذبح کولو او فرمائيل به يـې:
اَللّٰهُمَّ هَذَا عَنْ مُحَمَّدٍ وَآلِ بَيْتِهٖ
ترجمه: اے الله پاکه! دا قُرباني د مُحَمَّد او د آلِ مُحَمَّد د طرف نه ده۔
بيا به د دې دواړو ګډانو غوښه پۀ غريبانو او مسکينانو تقسيمولے شوه، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پخپله او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کور والؤ به هم د هغې خوړله۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمت سره د محبت انداز مبارک ته وګورئ چې څومره نا اشنا دے، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به باقاعده پۀ بندوبست سره هر کال 2 ښکلي، ښائسته ګډان اخستل او د اُمت سره محبت ته يـې وګورئ چې وړومبۍ قُرباني به يـې د اُمت پۀ نوم کوله، بيا به يـې د خپل اړخ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami