Share this link via
Personality Websites!
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي سُنَّت هم دي۔
مَاشَآءَ اللہ! زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قُربانۍ سره داسې محبت وو چې هر کال به يـې قُرباني کوله۔ پۀ ترمذي شريف کښې روايت دے، حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 10 کاله پۀ مدينه مُنَوَّره کښې وو، هغوئي به هر کال قُرباني کوله۔([1])
بلکې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قُربانۍ کولو سلسله د هغوئي د ظاهري وِصال نه پس هم جاري وه، حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته نصيحت فرمائيلے وو چې زۀ هر کال د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اړخه 2 ګډان قُرباني کووم، نو زۀ هر کال د هغوئي پۀ وصيت باندې عمل کووم۔([2])
د اُمت له طرفه به يـې قُرباني کوله
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قُربانۍ پۀ باره کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت نه يوه ډکه ادا واورئ! او خوشحاله شئ! د حضرت ابو رافع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د رسولانو سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به 2 څاربۀ، د ښکرو والا ګډان اخستل، د اختر پۀ ورځ به يـې چې کله د اختر نـمونځ ادا کړو، د خطبې اِرشاد فرمائيلو نه پس به د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې يو ګَډ حاضر کړے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami