Share this link via
Personality Websites!
پاره ګناه ليکي۔([1]) * عاريتاً (يعنې پۀ عارضي توګه) اخستے شوے څيز دې واپس کړے شي، (يعنې پۀ عارضي توګه اخستے شوے) ځناور دې واپس کړے شي۔ ([2])
د قرض د واپس کولو پۀ باره کښې حکمونه
(1): قرض واپس کول فرض ([3]) او د وَس لرلو باوجود پۀ قرض واپس کولو کښې د لم ليټ نه کار اخستل ([4]) يا خوړل يا بالکل هم نۀ ادا کول، حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ ([5]) (2): د قرض ورکولو د پاره کَسب کول (يعنې مال ګټل) فرض دي۔ ([6]) (3): د چا نه چې قرض واخستے شو که هغه ژوندے وو نو هُم هغه ته به قرض واپس کول وي او که وفات شو، نو د هغوئي وارثانو ته به ورکول وي، که وارث ميلاؤ نشي نو لټون دي يـې وکړي، د لټولو حکم د هٰغه وخته پورې دے د څو پورې چې د ميلاويدواميد وي که ميلاؤ نشي نو مختاجو مسلمانانو له به د هغۀ د طرف نه صدقه ورکول وي۔ ([7]) (4): که څوک د قرض واپس کولو وَس نۀ لري نو تاخيرجائز دے۔ ([8])عام طور ليدلے شوي دي چې کله د حالاتو پۀ وجه د قرض پۀ واپس کولو کښې تاخير کيږي نو خلق د قرض ورکوونکي نه ځان پټوي، دا انداز صحيح نۀ دے، که تاسو قرض نشۍ ورکولے نو د قرض ورکوونکي سره ميلاؤ شئ او د هغۀ نه نور وخت واخلئ! دغه شان به پۀ قرض کښې د تاخير
[1]...شعب الایمان ،باب فی ان یحب المسلم لاخیہ ...الخ ،جلد:7،صفحہ:530،حدیث:11232۔
[2]...سنن ابن ماجہ ، ابواب الصدقات ، باب العاریۃ، صفحہ:384 حدیث :2398۔
[3]... الحدیقۃ الندیۃ، جلد؛1، صفحہ:455 ۔
[4]...مرقاه المفاتيح ، كتاب البیوع ، باب الافلاس والانتطار ، جلد:6، صفحہ:107، تحت الحدیث :2907۔
[5]... فتاوی مفتی اعظم :5، صفحہ:88۔
[6]... الحدیقۃ الندیۃ، جلد؛1، صفحہ:455 ۔
[7]... فتاویٰ مصطفویہ، صفحہ:428-429، ملخصاً ۔
[8]... مرقاۃ المفاتیح ، كتاب البیوع ، باب الافلاس والانتطار ، جلد:6، صفحہ:107، تحت الحدیث :2907۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami