Share this link via
Personality Websites!
آل و اصحاب نبی سب بادشہ ہیں بادشاہ میں فقط ادنیٰ گدا اصحاب و اہل بیت کا([1])
خير! مخکښې واقعه واورئ! نبۍ رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تدفين نه د فارغيدو نه بعد واپس کور ته تشريف راوړلو، د مسلمانانو خوږه مور جانه سيده عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ کور کښې وه، هغوئي زر څۀ کپړه راواخستله، پۀ سر يـې کړه او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هرکلي د پاره دالان ته راغله۔
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو به مخکښې هم کور ته تشريف راوړلو، نن يـې هم تشريف راوړلو خو نن عجيبه معامله وشوه، سيده عائِشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها چې کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وليدو نو ور وړاندې شوه، پۀ مخ باندې يـې د حيرانتيا نخښې وې، کله د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمامې مبارکې له لاس وروړي، کله مقدسو زلفانو له لاس وروړي، بيا يـې قميص مبارک ونيولو، پۀ مقدسو لاسونو کښي يـې لاسونه ورکړل۔
رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: عائِشې! څۀ وشول؟ څۀ ګورې؟ عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! بهر خو باران راوريږي خو ستاسو جامې، عمامه، ويښتۀ مبارک هر څۀ وچ دي، پۀ تاسو باندې يو څاڅکے اوبۀ هم نۀ دي راپريوتې؟ وه يـې فرمائيل: عائشې! تاسو پۀ سر باندې څۀ اچولي دي؟ عرض يـې اوکړو: دا ستاسو څادر مبارک دے، پۀ تادۍ کښې دا لاس ته راغلو، ما دا پۀ سر کړو۔ وه يـې فرمائيل: دا کوز کړه! سيده عائِشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها چې څادر د سر نه کوز کړو نو وه يـې کتل چې هلته هيڅ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami