Share this link via
Personality Websites!
پۀ مدينه مُنَوَّره باندې د رحمت راوريدل
مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې ډير لوئي صُوفي بزرګ دے، هغوئي ډيره ښکلې واقعه ليکلې ده، فرمائي: يو ځل پۀ مدينه مُنَوَّره کښې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفات شو، د رسولانو تاجدار، مکي مَدَني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې جنازه اوکړه، پۀ بقيعِ پاک کښې يـې هغوئي دفن کړو، بيا يـې واپس کور ته تشريف راوړلو۔
يو خوا دا هم څومره د خوش قِسمتۍ خبره ده، نن چې څوک مړه شي نو * د چا جنازه د محلې امام صاحب کوي * د چا جنازه د ښار لوئي عالِم صاحب کوي * ځينې ډير پۀ فخر سره وائي چې زما د ورور جنازه فلانکي بن فلانکي علامه صاحب، فلانکي مفتي صاحب کړې وه، دومره خلقو پۀ جنازه کښې شرکت کړے وو۔ بلکې د دې نه هم وړاندې خبره عرض کوم: که څوک پۀ مدينه مُنَوَّره کښې وفات شي نو د هغۀ د وفات کيدو پۀ خبر اوريدو پۀ عامه توګه خلق اِنَّا لِلّٰہ نۀ لولي، بے اِختياره يـې د خُلې نه سُبْحٰنَ اللہ ووځي چې واه۔۔۔!! څومره ښه قِسمت يـې دے۔
تاسو د صحابۍ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ قِسمت ته وګورئ۔۔۔!! هغوئي خو پۀ مدينه مُنَوَّره کښې وفات شو، ورسره ورسره يـې دا نصيب شول چې د هغوئي جنازه د رسولانو سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله کوي۔
کیوں نہ ہو رُتبہ بڑا اصحاب واہل بیت کا ہے خدائے مصطَفٰی، اصحاب واہلِ بیت کا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami