Share this link via
Personality Websites!
باندې) دا دُرُود شریف پۀ پابندۍ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ پۀ وخت کښې د مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار کوي او قَبر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبر ته د خپل رَحمت نه ډکو لاسو باندې کوزوي. ([1]) راځئ چې مونږ هم پۀ شريکه دا دُرُود ووائيو.
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
د حضرتِ سَیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روایت دے چې مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې دا دُرُودِ پاک لوَلي که ولاړ وي نو د کښيناستلو نه مخکښې او که ناست وي نو د ودريدلو نه مخکښې به د هغۀ ګُناهونه مُعاف کړے شي. ([2]) راځئ چې مونږ هم پۀ شريکه دا دُرُود ووائيو.
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
څوک چې دا دُرُودِ پاک لوَلي پۀ هغۀ به د رَحمت اويا دروازې برسيره کړے شي. ([3]) راځئ چې دا دُرُود هُم پۀ شريکه ووائيو.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami