Share this link via
Personality Websites!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک دي: (1): څوک چې وعده نۀ پوره کوي، د هغۀ هيڅ ايمان نشته۔ ([1]) (2): کوم مسلمان چې د خپل ورور سره وعده خلافي اوکړي پۀ هغۀ باندې د الله پاک او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! وعده پوره کول د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ خپله وعده کلک ولاړ وو او * وعده ماتول به يـې نۀ خوښول * د نبوت د اعلان نه مخکښې يو ځل يو کَس نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض اوکړو چې: تاسو ودريږئ! زۀ دا دے اوس راځم، هٰغه کَس لاړو خو واپس راتلل ترينه هير شول، 3 ورځې پس هغۀ ته بيا ورياد شول، چې کله هغه هٰغه ځائے ته راورسيدو نو حيران پاتې شو چې خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د 3 ورځو تيريدو باوجود هم پۀ هٰغه ځائے کښې تشريف فرما وو او مَاشَآءَ اللہ! شفقت او رَحمت او ښه اخلاقو ته يـې وګورئ! چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه کَس اونه رټلو او نۀ پۀ جلال کښې راغلو، بس دومره يـې وفرمائيل: اے سړيه! تا زۀ پۀ مشقت کښې واچولم۔ ([3]) الله پاک دې مونږ هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّت باندې عمل کوونکي او وعده پوره کوونکي جوړ کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami