Share this link via
Personality Websites!
القعده شريف پۀ 29 يا 30 تاريخ د هغوئي عرس وي، کوشش اوکړئ چې پۀ خپلو * کورونو کښې * پۀ دُکانونو کښې * دفترونو کښې * د هغوئي د ايصالِ ثواب بندوبست اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کامِل ولي فيضان به مو نصيب شي۔ راځئ چې د هغوئي د مدينے مُنَوَّرې سره د عشق ذِکر واورو:
د عاشقِ رسول د مدينے مُنَوَّرې سفر (حکايت)
د کال 1295 هجرۍ خبره ده، د شوَّال مياشت وه، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِد صاحب مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير سخت ناروغه شو، د وجود پۀ ظاهري طاقت کښې يـې ډيره کمزوري راغله، پۀ دې حالت کښې يوه ورځ مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو، ظاهري سترګې يـې پټې وې خو بخت يـې بيدار وو، د زړۀ سترګې يـې غړيدلې وې، مکي مَدَني آقا، ورانې ودانوونکي آقا، د دواړو جهانو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم وفرمائيلو، د خپل رښتوني عاشق پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړلو۔
سَرِ بالیں، انہیں رَحْمت کی ادا لا ئی ہے حال بگڑا ہے تو بیمار کی بَن آئی ہے
سرکارِ نامدار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل رښتوني عاشق ته حُکم اوکړو چې مدينے مُنَوَّرې ته راشه۔۔۔! بس بيا څۀ وو، د مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سترګې وغړيدلې، اګر چې طبيعت يـې خراب وو، پۀ ظاهري جسماني طاقت کښې هم ډير کمزورے وو خو مَدَني آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حُکم فرمائيلے وو، نو مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً د حج او د مدينے مُنَوَّرې د حاضرۍ پخه اِراده اوکړه، د هغوئي رَحْمَةُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami