Share this link via
Personality Websites!
او د حج وغيره محبت پۀ زړۀ کښې پيدا کيدے شي * دغه شان دې د اعلیٰ حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نعتونو دِيوان حدائقِ بخشش ولوستلے شي، پۀ اُردو ښۀ پوهيدونکے که چرې حدائقِ بخشش پۀ پوهه سره ډير ډير لولي نو هغه به ډير لوئي عاشقِ رسول جوړ شي *رښتيا خبره دا ده چې د عشقِ رَسُول پۀ حاصلولو کښې ماحول او صحبت ډير پکار راځي۔ د صحبت پۀ ذريعه جذبه زياتيږي۔ اوس لکه چې څنګه څوک د حج يا د مدينے مُنَوَّرې د حاضرۍ د پاره لاړو او پۀ دې سفر کښې يـې د مدينے مُنَوَّرې د يو عاشق صحبت نصيب نۀ شو نو د هغۀ به ذوق نۀ نصيب کيږي ځکه د حَرَمينِ طَيِّبَين سفر د ذوق لرونکي او عِلم لرونکي (يو عاشقِ رسول مفتي صاحب) سره کول پکار دي * پۀ خپل ملک کښې هم د عاشقانِ رسول پۀ صحبت کښې زيات وخت تيرول پکار دي * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د سُنَّتو پۀ ډکو اِجتماعاتو او پۀ مَدَني مذاکرو کښې د شرکت سره د مدينے مُنَوَّرې د محبت ګُټي ميلاؤيږي۔
کاش چې زمونږ د ټولو * د مدينے مُنَوَّرې عشق * د مدينے مُنَوَّرې غم * د مدينے مُنَوَّرې درد نصيب شي، زړۀ مو د مدينے مُنَوَّرې پۀ يادونو کښې ورک وي، پۀ شونډو باندې مو هر وخت بس مدينه، مدينه، مدينه جاري وي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د مفتي نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِد محترم مولانا مفتي نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم ډير لوئي عاشقِ رسول وو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مدينے مُنَوَّرې عاشق هم وو، د ذو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami