Share this link via
Personality Websites!
دي: کومې اوبه چې د يو روايت مطابق د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د ښپو مبارکو نه جاري شوې، يعنې آبِ زَم زَم، چې هغه بيماران ښۀ کوي نو چي پۀ کومه خاوره باندې چې د ټولو نبيانو آقا، د دواړو جهانو د داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښپې مبارکې ايښودې دي، هٰغه مبارکه خاوره به خاکِ شفا (د شِفا خاوره) ولې نۀ وي۔۔۔!! ([1])
جس خاک پہ رکھتے تھے قدم سیِّد عالم اُس خاک پہ قرباں دلِ شیدا ہے ہمارا
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د مدينے مُنَوَّرې د خاورې رانجه پورې کړئ۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مدينے مُنَوَّرې د خاورې هم څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! که موقع ميلاؤ شي نو د مدينے مُنَوَّرې خاوره پۀ سترګو پورې کول پکار دي! که وي نو (ډيره نۀ ) بس لږه شان پۀ اوبو کښې اچول او څښل پکار دي، پۀ سر باندې اچول پکار دي، پۀ وجود باندې مږل پکار دي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د مدينے مُنَوَّرې د عاشق يعنې د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ښکلې ادا ده چې هغوئي د مدينے مُنَوَّرې مبارکه خاوره باقاعده د سلايۍ پۀ ذريعه پۀ سترګو پورې کوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami