Share this link via
Personality Websites!
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو نه علاوه ما پۀ چا پورې هم اُميد نۀ دے تړلے، نۀ څوک داسې شته چې پۀ هغۀ پورې اُميد وتړلے شي، زما خو بس هم تاسو اسره او ملاتړ يۍ، پۀ تاسو باندې دې پۀ کروړونو درودونه وي۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه اوكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن به مونږ د مدينے مُنَوَّرې خبرې کوو۔ سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے نوم دے: مَدِينَه۔۔۔!
مَدِیْنَہ مَدینہ ہمارا مدینہ ہمیں جان و دِل سے ہے پیارا مدینہ
سُہانا سُہانا دِل آراء مدینہ دِیوانوں کی آنکھوں کا تارا مدینہ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami