Share this link via
Personality Websites!
پۀ عطا سره زمونږ بيمارانو له شِفا ورکوي۔([1])
د قرآنِ کريم د مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده: وړومبے خو به رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مرض پۀ ځائے باندې ګوته ايښودله، بيا به يـې پۀ ګوته خپلې لاړې مبارکې لګولې، بيا به يـې خاوره لګوله او د دې خَټه به يـې د مرض پۀ ځائے لګوله او فرمائيل به يـې: د الله پاک پۀ حُکم سره زمونږه لاړې او د مدينے خاوره شِفا ده۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مدينے مُنَوَّرې سره څومره محبت وو، د دې مبارکې خاورې سره د هغوئي څومره ژور محبت او تړون لرلو۔
د دې حديث شريف نه دا هم معلومه شوه چې د مدينے مُنَوَّرې پۀ خاوره کښې شِفا ده۔ د الله پاک حبيب، د طبيبانو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حديثِ پاک کښې فرمائيلي دي: غُبَارُ الْمَدِیْنَۃِ شِفَاءٌ د مدينے مُنَوَّرې دوړه د شِفا سبب دے۔ ([3]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې خو خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قَسم سره فرمائيلي دي: وَ الَّذِیْ نَفْسِیْ بِیَدِہٖ پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضۀ قُدرت کښې چې زما ځان دے اِنَّ فِیْ غُبَارِھَا شِفَاءً مِّنْ کُلِّ دَآءٍ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami