Share this link via
Personality Websites!
ته لاړ شي نو سکون به ميلاؤيږي خو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مدينے مُنَوَّرې سره د محبت بل شان انداز وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مدينے مُنَوَّرې هواګانې محسوسولې، هغوئي ته به يـې د خپل وجود مبارک سره د لګيدو اجازت ورکولو، د مدينے مُنَوَّرې دَر او ديوالونه به يـې چې يـې ليدل نو پۀ مخ مبارک باندې به يـې خوشحالي راخوريدله۔
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ارمان۔۔۔!
مُوَطَّا اِمامِ مالِک د حديثِ پاک د ټولو نه لوئي وړومبے کتاب دے، عظيم عاشقِ رسول حضرت اِمامِ مالِک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې کښې حديثونه راجمع کړي دي۔ پۀ دې مُبارک کتاب کښې يو روايت دے، يو ځل څوک وفات شو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي جنازه اوکړه، مړے هديرې ته يوړے شو، لا قبر تياريدو، چي رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما شو، د قبر د تياريدو اِنتظار يـې کولو۔ پۀ دې کښې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ قبر ته دننه وکتل او وه يـې وئيل: بِئْسَ مَضْجَعُ الْمُؤْمِنِ يعنې دا د مؤمِن څومره بد ځائے دے۔
محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله دا خبره واوريدله نو وه يـې فرمائيل: تا بده خبره اوکړه۔ عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما دا مقصد نۀ وو۔ ما خو دا وئيل غوښتل چې که د دۀ د شهادت مرګ نصيب شوے وے نو څومره به ښه وه۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د شهادت خو هډو مثال نشته، البته! مَا عَلَى الْاَ رْضِ بُقْعَةٌ هِيَ اَحَبُّ اِلَيَّ اَنْ يَكُونَ قَبْرِي بِهَا دا سيمه (يعنې مدينه مُنَوَّره) د زمکې هٰغه سيمه ده چې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami