Share this link via
Personality Websites!
ليدو چې رُوح تر او تازه شي، هغې ته حسينِ هَوائی (حسين قلبی يا رُوحی) وئيلے شي۔ ([1]) علمائے کرام فرمائي: پۀ آيت مبارک کښې چې مدينے مُنَوَّرې ته کومه حَسَنَه فرمائيلے شوې ده، د دې نه صرف ظاهري حُسن مُراد نۀ دے بلکې باطِني حُسن هم مُراد دے۔ ([2]) بيا به د آيت مبارک مطلب دا جوړيږي: کومو چې هجرت اوکړو، هغوئي ته به د کور کلي د پريښودو پۀ بدله کښې داسې ښکلے ښائسته ځائے او استوګنه عطا کولے شي، د کوم پۀ ليدو چې به د هغوئي مخونه هم تر او تازه کيږي، د هغوئي زړۀ او دماغ به هم تر او تازه کيږي۔
صحابۍ رسول حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو، چې کله به يـې د سفر نه واپس مدينے مُنَوَّرې ته تشريف راوړلو نو د خپلو اوګو نه به يـې څادر کوزولو او فرمائيل به يـې: هٰذِهٖ اَرْوَاحٌ طَيِّبَةٌ يعنې دا پاکې هواګانې دي۔([3])
يعنې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا خوښول چې څادر دا هواګانې منع نۀ کړي، لهذاڅادر به يـې کوز کړوچې د مدينے مُنَوَّرې هواګانې د وجود مبارک سره ولګي۔
وہ جس کا شہر بھی ہے ایسا پیارا جہاں کی رات دن سے سِوا ہے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami