Share this link via
Personality Websites!
وَ الَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِی اللّٰهِ مِنْۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةًؕ- (پارہ14،سورۂ نحل:41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او کومو خلقو چې د الله پۀ لاره کښې خپل کورونه پريښودل پس د هغې نه چې پۀ هغوئي ظُلم اوکړے شو نو مونږ به ضرور هغوئي ته پۀ دُنيا کښې ښۀ ځائے ورکوو۔
الله پاک د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره وعده وفرمائيله چې هغوئي ته به پۀ دُنيا کښې د اوسيدو د پاره حَسَنَه (يعنې ښه ځائے) عطا کولے شي او بيا دا وعده څنګه پوره شوه۔۔۔؟ ټولو ته معلومه ده چې الله پاک صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته پۀ مدينه مُنَوَّره کښې اوسيدل نصيب کړل، معلومه شوه چې مدينه مُنَوَّره حَسَنَه يعنې ښکلې، غوره او بهترينه ده۔
مدينه مُنَوَّره تازګي ورکوونکے ښار دے
معلومه شوه چې پۀ دې ځائے کښې رَبِّ کريم مدينے مُنَوَّرې ته د حَسَنَه خطاب ورکړے دے، د دې لفظ پۀ معنیٰ باندې ځان پوهه کړئ! اِمام راغب اَصفَهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
کُلُّ مُبْہَجٍ مَّرْغُوْبٍ فِیْہِ
مفهوم: هر هٰغه څيز د کوم پۀ ليدو چې تازګي ميلاؤ شي، پۀ کوم کښې چې رغبت حاصل شي، هغې ته حَسَن (که مؤنث وي نو حَسَنَه) وئيلے شي۔
* د کوم پۀ ليدو چي مخ تر او تازه شي، هغې ته حسينِ حِسِّی وئيلے شي * د کوم پۀ ليدو چې عقل تر او تازه شي، هغې ته حسينِ عقلی وئيلے شي * د کوم پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami