Share this link via
Personality Websites!
نيک عمل نمبر: 25 آيا نن تاسو د سُنَّت مطابق لباس جامې اغوستلے دے؟
څۀ چې اغوستلے کيږي، مثلاً قميص، پټکے، ټوپۍ، څادر وغيره دې ته لِباس وئيلے شي۔([1])
د سُنَّت مطابق لباس: د سُنَّت مطابق لباس کښې دا څيزونه شامل دي: * پټکے *قميص * تهبند [يعنې لنګ مبارک] * پيزار۔ ([2])
* وضاحت: عمامه(پټکے) شريف کم از کم دوه نيم ګزه او زيات نه زياته 6 ګزه کيدل سُنَّت دي ([3]) او د دې نه لاندې سر بند تړل هم سُنَّت دي د قميص د لَمَن اوږد والے د پنډۍ د نيمي پورې، د لستوڼو اوږد والے زيات نه زيات د ګوتو د سرونو پورې او پلن والے يو لويشت سُنَّت دے۔ ([4]) * تهبند [يعنې لنګ] اچول سُنَّت دي۔ د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تهبند [يعنې لنګ مبارک] به د نوم د بره حصې نه واخله د ګِيټو نه د بره حصې پورې وو۔ ([5]) پرتوګ اګر چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نۀ دے استعمال کړے، خو د اغوستونکو تعريف يـې فرمائيلے دے او رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د دې اخستل هم ثابت دي۔ ([6]) * پيزار اچول سُنَّت دي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: پيزار ډير اِستعمالوئ ولې چې اِنسان تر څو پورې پيزار اچوي ګويا چې هغه په سورلۍ سور وي
[1]...مرآۃ المناجیح ،کتاب الباس ،جلد:6،صفحہ:91،ملخصًا۔
[2]... تفسیرنعیمی ، پارہ:8، سورۂ اعراف ، زیر آیت :26، جلد:8، صفحہ:405۔
[3]... فتاوی رضویہ ، جلد:22، صفحہ:186۔
[4]... بہار شریعت ، جلد:3، صفحہ:409۔
[5]... کشف الالتباس في استحباب اللباس مترجم ، صفحہ:23، جمعیت اشاعت اہلسنت کراچی ۔
[6]... فتاوی رضویہ جلد:22، صفحہ:193۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami