Share this link via
Personality Websites!
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د سُنَّت مطابق د لباس اغوستو پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او د نوؤ جامو د اغوستو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: چا چې پۀ ما باندې سحر او ماښام 10، 10 کرته درودِ پاک ولوستو د هغۀ به د قيامت پۀ ورځ زما شفاعت نصيب کيږي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د قِسما قِسم ناجائزه فيشن نه د نجات حاصلولو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د سُنَّتو مطابق د ژوند تيرولو د پاره د اِسلامي خوئيندو، د اِسلامي وروڼو او د طالبِ علمانو د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې د نيک اعمالو مختلفې رسالې جوړې کړې دي۔ نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر: 25 پۀ باره کښې زدکړه کوو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami