Share this link via
Personality Websites!
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے، څومره لوئي اِنعام دے، اِنسان چې دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورسيږي نو د رَبِّ رحمان سَلام يـې نصيب کيږي۔
بُلاتے ہیں اُسی کو جس کی بگڑی یہ بناتے ہیں
کمر بندھنا دیارِ طیبہ کو کُھلنا ہے قسمت کا([1])
وضاحت: يعنې مدينے ته د بللو پيغام ميلاؤيږي هم هغه چا ته، د چا ورانې چارې چې جوړيدونکې وي، کله چې اِنسان د مدينے د سفر تياري اوکړه، پوهه شئ چې بخت يـې رابيدار شوے دے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا وړومبے اِنعام وو، الله پاک نور فرمائي:
كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَۙ- (پارہ: 7، سورۀ الانعام: 54)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ستاسو رب پۀ خپله ذمۀ کرم باندې رحمت لازم کړے دے۔
دا دويم اِنعام دے چې کله اِنسان دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورسيږي نو هغۀ له زيرے ورکړے کيږي چې الله پاک رحمت پۀ خپل ذِمۀ کرم باندې لازم کړے دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami