Share this link via
Personality Websites!
يعنې که راتلونکے * مؤمِن وي، کافِر نۀ وي * عاشقِ رسول وي، منافق نۀ وي * د چا عقيدې چې رښتونې وي * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګستاخ نۀ وي * نۀ د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ګستاخ وي * نۀ د اوليائے کرامو بے ادبي کوونکے وي * څومره اِسلامي عقيدې چې دي، د ټولو منونکے وي۔ هغه چې کله دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شي نو څۀ به ميلاؤيږي؟ فرمائي:
فَقُلْ (پارہ: 7، سورۀ الانعام: 54)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي ته وفرمايه۔
یعنې اے مَحْبُوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !ستاسو کوم رښتونے غلام هم راشي، هغۀ ته وفرمايئ:
سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ (پارہ: 7، سورۀ الانعام: 54)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ تاسو دې سلام وي۔
دا وړومبے اِنعام دے۔ عُلَمائے کرامو د دې دوه معنې بيان کړې دي: (1): يو خو دا چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راتلونکو غلامانو ته سلام اِرشاد کوي (2): دويمه معنیٰ دا ده چې سلام د رَبّ دے او رَبِّ کريم نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته فرمائيلي دي چې اے خوږه مَحْبُوبه! ستاسو غلامان چې کله هم ستاسو پۀ خِدمت کښې حاضر شي، تاسو زمونږ سلام هغوئي ته ورسوئ۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami