Share this link via
Personality Websites!
لَا وَرَبِّ الْعَرْش جس کو جو مِلا اُن سے مِلا
بٹتی ہے کَونین میں نعمت رسولُ اللہ کی([1])
وضاحت: پۀ حديث شريف کښې دي: اِنَّمَا اَنَا قَاسِمٌ وَاللہُ یُعْطِیْ يعنې زۀ تقسيموونکے يم، الله پاک عطا کوونکے دے۔ ([2]) اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې حديثِ پاک ته اِشاره کوي او فرمائي: د عرشِ اعظم پۀ رَبّ مې دې قَسم وي! چا ته چې څۀ هم ميلاؤ شوي دي، هُم د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ميلاؤ شوي دي، پۀ دواړو جهانو کښې چې کوم نعمتونه تقسيميږي، هُم زمونږ د آقا، د دواړو جهانو د داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم برکت دے۔
دا خو هٰغه نعمتونه دي کوم چې هر يو ته ميلاؤيږي، بيا چې څوک دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شي، د هغۀ پۀ باره کښې دستور دا دے چې د هغوئي پۀ عطاګانو کښې بالکل کمے نشته، څوک چې ځي، د خپل ظَرف (لوښي) مطابق اِنعام مومي، چا عاشق وئيلي وو:
کوئی مَنْصُوْر، کوئی بَن کے غَزالی آئے
ان کے دربار سے ہو کر جو سُوالی آئے
يعنې د رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دربار هٰغه دے چې * هلته منصور لاړ شي نو اِمام مَنصُور ترې واپس راځي * محمد بن محمد چې لاړ شي نو اِمام محمد غزالي ترې او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami