Share this link via
Personality Websites!
شريف ده۔ ([1])
حضرت کعبُ الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: الله پاک زمانه اِختيار کړه، بس د الله پاک پۀ نزد د ټولو نه محبوبه زمانه د حُرمت والا 4 مياشتې (ذُو القعده، ذُو الحج، مُحرم او رَجَب) دي، پۀ دې مياشتو کښې د الله پاک پۀ نزد د ټولو نه محبوبه ذوالحج شريف ده او پۀ ذو الحج شريف کښې د دې وړومبۍ 10 ورځې (کومو ته چې عشرۀ ذو الحج وئيلے کيږي، دا) د الله پاک پۀ نزد د ټولو نه محبوبې ورځې دي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د عشرۀ ذِي الحج وړومبۍ 10 ورځې ډيرې د برکت والا دي، دا د الله پاک پۀ نزد ډيرې محبوبې ورځې دي، د دې پورې چې الله پاک پۀ قرآنِ مجيد کښې د دې ورځو قَسم اِرشاد فرمائيلے دے، اِرشاد دے:
وَ الْفَجْرِۙ(۱) وَ لَیَالٍ عَشْرٍۙ(۲)(پارہ:30، سورۀ الفجر:1-2)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د سحر قَسَم۔ او د لسو شپو۔
د يو قول مطابق: پۀ دې آيت کښې د ذِکر کړے شوو 10 شپو نه د ذُو الحج وړومبۍ 10 شپې مُراد دي۔ ([3]) معلومه شوه چې د ذُو الحج وړومبۍ 10 شپې ډيرې د فضيلت والا دي چې الله پاک د دې قَسم اِرشاد فرمائيلے دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami