Share this link via
Personality Websites!
قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):
وَ اِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَۙ-اَنَّهٗ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوْٓءًۢا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْۢ بَعْدِهٖ وَ اَصْلَحَ فَاَنَّهٗ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ(۵۴) (پارہ: 7، سورۀ الانعام: 54)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله ستا پۀ دربار کښې هٰغه خلق حاضر شي کوم چې زمونږ پۀ آيتونو ايمان راوړي نو هغوئي ته وفرمايه: ” پۀ تاسو دې سلام وي “ ستاسو رب پۀ خپله ذمۀ کرم باندې رحمت لازم کړے دے چې که ستاسو نه څوک د نادانۍ پۀ وجه څۀ بدي اوکړي، بيا د هغې نه پس توبه اوکړي او خپله اِصلاح اوکړي نو بے شکه الله بخښونکے، مهربانه دے۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډيره د فضيلت والا مياشت د ذو الحج مياشت تشريف راوړونکې ده، دا مبارکه مياشت ډيره د عظمت والا، ډيره د فضيلت والا ده۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: سَيِّدُ الشُّهُورِ رَمَضَانُ، وَاَعْظَمُهَا حُرْمَةً ذُو الْحِجَّةِ يعنې د مياشتو سرداره د رمضان مياشت ده او د حُرمت او د عزت پۀ لحاظ سره د عظمت والا مياشت ذو الحج
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami