Share this link via
Personality Websites!
وضاحت: اے د مکے مکرمې بادشاه، ستاسو د سخاوت او د مهربانۍ څومره ښکلي شان دے، ستاسو د دَر اقدس سوالګري چرې د اِنکار لفظ هم نۀ دے اوريدلے، هميشه عطا کولے شي، ستاسو دَر مبارک داسې دَر دے چې غوښتونکے چرې هم خالي لاسونه نۀ واپس کيږي۔
سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوراک راوليږلو
اِمام ابو بکر بِن مُقرِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اِمام طَبراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ، حضرت اَبُو شيخ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او زۀ، مونږ درې واړه پۀ مدينه منوره کښې حاضر وو، د 2 ورځو راسې خوراک نۀ وو ميلاؤ شوے، د لوږې پۀ وجه ډير خراب شوي وو۔ کله چې د ماسخوتن وخت شو نو روضې مبارکې ته حاضر شوم او عرض مې اوکړو: یَا رَسُولَ اللہ صَلَّی اللہُ علیہ وَآلہٖ و َسَلَّم! اَلْجُوْع اَلْجُوْع ! يعنې اے د الله پاک رسوله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! لوږه! لوږه!
ما د دې نه علاوه نور هيڅ هم پۀ خُله باندې وه نۀ وئيل او واپس راغلم، زۀ او اَبُو شيخ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اودۀ شو او امام طَبراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا د راتللو انتظار کولو، پۀ دې کښې چا زمونږ د کور دروازه وډبوله، مونږ چې وَر لرې کړو نو يو علوي صاحب د خپلو 2 غلامانو سره تشريف راوړلو، د دواړو سره د خوراک نه ډکه يوه يوه شکرۍ وه، هٰغه علوي بزرګ ووئيل: کيدے شي چې تاسو صاحبانو پۀ دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې د لوږې شکايت کړے وي ځکه چې زما پۀ خوب کښې د جنابِ رسالت مآب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، سرورِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو پۀ باره کښې فرمائيل: پۀ دوئي باندې ډوډۍ وخوره! بهر حال هغوئي زمونږ سره يو ځائے ډوډۍ وخوړله او څۀ چې پاتې شول هغه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami