Share this link via
Personality Websites!
جوړه کړے شي، نو الله پاک د کعبې د قبلې جوړولو حکم اوکړو۔ هم داسې چې څوک د روضې مبارکې عاشقان دي، د هغوئي د زړونو ارمان خو دا دے چې روضه مبارکه د نـمونځ قبله وے خو شريعت کعبه قبله جوړه کړې ده، دې وجې نه هٰغه طرف ته مخ کوي او سجده کوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان هم دا عقيده وه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضې مبارکې ته حاضري داسې نۀ ده لکه څنګه چې د خپلو وفات شوو مور او پلار وغيره قبر ته تللے شي، د الله پاک پۀ فضل سره محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپل مبارک مزار کښې د دُنيائي ژوند سره ژوندے دے، لکه څنګه چې به يـې پۀ ظاهري ژوند مبارک کښې سلام اوريدو، جواب به يـې هم اِرشاد فرمائيلو، هم داسې اوس هم سلام اوري او جواب هم اِرشاد فرمائي۔
انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام ژوندي دي
دا خو باقاعده پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد شوي دي (خُلاصه يـې عرض کووم:) صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږ دُرُود لولو، تاسو ته در رسيږي، کله چې به تاسو پۀ خپل مزار مبارک کښې تشريف فرما يـۍ، بيا به دُرُود څنګه در رسيږي؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اِنَّ اللہَ حَرَّمَ عَلَی الْاَرْضِ اَنْ تَاکُلَ اَجْسَادَ الْاَنْبِیَاء، فَنَبِيُّ اللَّهِ حَيٌّ يُرْزَقُ بے شکه د نبيانو وجودونه خوړل الله پاک پۀ زمکه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami