Share this link via
Personality Websites!
ميلاؤيدو خبره ده، دا خو د ظاهري ژوند سره تړلې وه، اوس خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه پرده فرمائيلې ده، اوس به دا اِنعامونه مدينے ته پۀ تللو سره څنګه ميلاؤيږي؟
دا يوه شيطاني وسوسه ده، جواب يـې واورئ: وړومبے خو وګورئ چې پۀ آيت مبارک کښې د وخت او د زمانې هيڅ قيد نشته۔ دا نۀ دي فرمائيلے شوي چې * اے محبوبه! څوک چې ستاسو پۀ ظاهري ژوند کښې راشي نو هغۀ ته سلام وفرمايئ! * يا د 50 کالو پورې دا قانون دے * يا د راتلونکو 100 کالو پورې دا قانون دے او بيا به دا اِنعامونه بند شي۔ چې پۀ آيت مبارک کښې داسې څۀ قيد نۀ دے لګولے شوے نو مونږ د خپل طرف نه داسې قيدونه څنګه لګولے شو؟ هيڅکله يـې نشو لګولے۔ پۀ دويم نمبر باندې يو حديثِ پاک واورئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پوره مسئله به حل شي، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ زَارَ قَبْرِي بَعْدَ مَوْتِي كَانَ كَمَنْ زَارَنِي فِي حَيَاتِي يعنې څوک چې زما د ظاهري وصال نه پس زما مزار ته حاضر شو، هغه داسې دے ګويا هغۀ چي زما پۀ ژوند کښې زما زيارت اوکړو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې روضې مبارکې ته حاضري کول، هغه داسې ده چې لکه د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ژوند مبارک کښې د هغوئي پۀ خدمت مبارک کښې حاضر شې او رَبّ فرمائي: اے محبوبه! چې کوم غلام، رښتونے پوخ مسلمان ستاسو پۀ خِدمت کښې راشي، هغۀ ته سلام هم ورسوئ! او د رحمت زيرے ورله هم ورکړئ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami