Share this link via
Personality Websites!
پاک نۀ اوسيږي، هغه خو د وجود نه پاک دے، د ځائے نه پاک دے، د دې باوجود د هٰغه ګټو د کور نه تاؤيږې؟ اے وروره! دا څۀ کوې؟ ولې يـې کوې؟ الله پاک خو پۀ هر ځائے کښې اوري، بيا د دُعاګانو د پاره هُم عرفات ته ولې لاړې؟ ولې دې د ليونو پۀ شان دا شکل جوړکړے دے۔۔۔؟ د دې کارونو د پاره دې پۀ لکونو روپۍ ولې ولګولې؟ جواب هم يو ميلاؤيږي:
لِلّٰہِ، زۀ د الله پاک بنده يم، هغه زما الله پاک دے، بس هغۀ وفرمائيل او زۀ شروع شوم۔
میں ہوں بندہ، وہ مولیٰ کون ہے اپنا اُس کے سِوا
میں ہُوں اس کا وہ ہے مِرا جس نے بنایا اور پالا
لَا إِلٰهَ إِلَّا اللَّهُ آمَنَّا بِرَسُولِ اللَّهِ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
حضرت عبد الله بن مسروق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خليفه هارُون الرشيد وزير (Minister) وو۔ ډيره موده يـې پۀ دُنيا دارۍ کښې تيره شوه، بيا الله پاک هغوئي ته د توبې توفيق ورکړو نو د دنيا دارۍ نه يـې ډډه اوکړه، د مخکښينو ټولو ګناهونو نه يـې توبه کړه او پيدل د حج د پاره روان شو۔ پخوانے دور وو، ګاډي او هوائي جازونه خو وو نۀ، نو هم پيدل يـې دومره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami