Share this link via
Personality Websites!
د اللہ پاک د پاره څۀ دې ؟
عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ (پارہ:4، سورۂ آلِ عمران:97)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ خلقو باندې د دې کور حج کول فرض دي۔
سُبْحٰنَ اللہ! د دې حُکم شروع د کوم لفظ نه وشوه: لِلّٰہِ، د الله پاک د پاره دے * نـمونځ هم د الله پاک د پاره کولے شي * روژه هم د الله پاک د پاره نيولے شي * زکوٰة هم د الله پاک د پاره ادا کولے شي خو پۀ حج کښې د عشق غلبه ده، دلته د بندګۍ غلبه ده، ځکه يـې وفرمائيل:
وَ لِلّٰهِ (پارہ:4، سورۂ آلِ عمران:97)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د اللہ د پاره۔
يعنې هغه الله دے، تاسو بندګان يـۍ، که پۀ حکمت پوهيږۍ او که نۀ، الله پاک فرمائيلي دي،بس پۀ ليونتوب او شوق سره راپاڅئ او د حج د پاره ووځئ۔۔۔!!([1])
د حاجيانو د عشق د اِظهار انداز
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! تاسو وکتل چې * هٰغه اِنسان کوم چې پۀ جامو ګنډلو باندې پۀ زرګونو روپۍ لګوي، که پۀ جامو کښې يـې څۀ ګونجي راشي نو د هغۀ طبيعت خراب شي، هٰغه اِنسان ګنډلے شوې جامې اوباسي او د کفن پۀ شان دوه څادرې اچوي۔ اے وروره۔۔۔!! داسې ولې کوې؟ ګنډلے شوې جامې دې ولې ويستلې؟ جواب
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami