Share this link via
Personality Websites!
ياد ساتئ چې حج معمولي عبادت نۀ دے بلکې دا د عشق سفر دے، پۀ دې کښې د اول نه تر اخره پورې هم د عشق اِظهار دے۔ تاسو غور اوکړئ چې الله پاک د نورو ډيرو عبادتونو هم حُکم فرمائيلے دے خو کله چې يـې د حج حُکم اوکړو نو پۀ دې يـې ډير ځانګړے انداز اختيار کړو * د نـمونځ پۀ حُکم کولو کښې يـې وفرمائيل:
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ (پارہ:1، سورۂ بقرہ:43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نـمونځ قائم کړئ۔
* د زکوٰة پۀ حُکم کولو کښې يـې وفرمائيل:
وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ (پارہ:1، سورۂ بقرہ:43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زکوٰة ادا کړئ۔
* د روژې پۀ حُکم کولو کښې يـې وفرمائيل:
كُتِبَ عَلَیْكُمُ الصِّیَامُ (پارہ:2، سورۂ بقرہ:183)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ تاسو روژې فرض کړے شوې۔
خو قربان شم چې د حج حُکم يـې اوکړو نو دا يـې وه نۀ فرمائيل چې حج اوکړئ! بلکې وه يـې فرمائيل:
وَ لِلّٰهِ (پارہ:4، سورۂ آلِ عمران:97)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د الله د پاره۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami