Share this link via
Personality Websites!
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د شَل حاجي اِيمان تازه کوونکې واقعه
حضرت شفيق بلخي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ مکے مکرمې ته د حج د پاره روان ووم پۀ لاره کښې مې يو کَس وليدو،چي شَل دے، ګرځيدے نشي، پۀ خوئيدو خوئيدو د مکے مکرمې طرف ته روان دے۔ زۀ ډير حيران شوم چې دا څنګه عجيبه کَس دے، ګرځيدے نشي بيا هم پۀ کوم شوق او محبت سره د مکے مکرمې طرف ته روان دے۔
زۀ د هغۀ خوا له لاړم او پوښتنه مې ترې اوکړه: وروره! د کوم ځائے نۀ راغلے يـې؟ وه يـې وئيل: زۀ د سمر قند (Samarkand) نه را روان شوے يم۔ (سمر قند د اُزبکستان يوه صوبه ده او د اوسنۍ نقشې مطابق د سمر قند نه د مکے مکرمې فاصله تقريباً 4 زره 4 سوه 30 کلوميټره ده) دومره اوږد سفر او هٰغه کَس ګرځيدے نشي پۀ خوئيدو خوئيدو روان دے۔ حضرت شفيق بلخي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ ډير حيران شوم او ما د هغۀ نه پوښتنه اوکړه: څومره موده دې وشوه چې د سمر قند نه راوتے يـې؟ وه يـې وئيل: 10 کاله وشول۔ بيا خو نور هم ډير حيران شوم، حضرت شفيق بلخي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ حيرانتيا سره مسلسل د هٰغه خوش قِسمته عاشق رسول طرف ته کتل۔ هغۀ پوښتنه اوکړه: اے شفيقه! څۀ ته ګورې؟ وه يـې فرمائيل: زۀ ستا کمزورۍ او اوږد سفر ته ډير حيران يم، هٰغه خوش قِسمته عاشقِ رسول ډير ښکلے جواب ورکړو، وه يـې وئيل: اے شفيق بلخي! د سفر لرې والے به زما شوق رانزدې کړي او د څو پورې چې زما د کمزورۍ خبره ده نو زما د کمزورۍ ملاتړ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami