Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت اوکړو هغه زما سره محبّت اوکړو او چا چې زما سره محبّت اوکړو هغه به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جَنَّت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د اوښ پۀ شان پۀ يوه ساه اوبۀ مۀ څښئ بلکې دوه يا درې ځل (د ساه ګانو اخستو سره) څښئ او د څښلو نه مخکښې بِسْم اللہ لولئ او پۀ فارغيدو اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ!۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که اوبۀ وي او که د څښلو څۀ بل څيز * د څښلو نه مخکښې بِسمِ الله لولئ * وړوکے وړوکے ګوټ کوئ، د غټ ګوټ کولو سره د ځيګر بيماري پيدا کيږي * اوبۀ پۀ دريو ساه ګانو کښې څښئ او پۀ ښي لاس سره يـې څښئ * که پۀ لوټه وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې نه د پاتې شوو اوبو پۀ څښلو کښې د 70 مرضونو شِفا ده چې دا د آبِ زم زم شريف مشابهت لري، د دې دوؤ (يعنې د اودس نه د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami