Share this link via
Personality Websites!
هم نۀ دے ليدلے، زۀ مالداره يم او هغه غريب دے، د دې باوجود هغوئي پۀ ما باندې خرچ کولو، هغوئي د بوډا والي باوجود نفلي روژې نيولې، ما بے روژې ځوان د پاره به يـې خوراک تيارولو او زما به يـې ډير زيات خدمت کولو۔
حضرت مُخَوَّل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي: ما پوښتنه اوکړه: تاسو د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژړيدو پۀ وجه ډير پريشانه وئ، اوس ستاسو څۀ ذِهن دے؟ ګاؤنډي ووئيل: وړومبے خو زۀ بلکې د قافلې نور خلق به هم د هغوئي د ډيرې ژړا نه ويريدل خو پۀ ورو ورو د هغوئي د صحبت پۀ وجه زمونږه زړۀ هم پۀ نرميدو شو، د هغوئي سره به پۀ شريکه مونږه هم (د الله پاک او د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق کښې) ژړل۔ ([1])
یادِ نبیِّ پاک میں روئے جو عمر بھر مولیٰ مجھے تلاش اُسی چشمِ تر کی ہے
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
يو ځل يو کَس حضرت حاتِمِ اَصَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض اوکړو: زۀ د حج سفر کول غواړم، ما ته څوک داسې ملګرے وښايئ د چا د برکتي صحبت نه چې زۀ فيض حاصل کړم او د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضر شم۔ حضرت حاتِمِ اَصَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: اے وروره! که
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami