Share this link via
Personality Websites!
هغوئي پۀ برکت به مو عِلمِ دِين هم نصيب کيږي او ورسره ورسره به د ګناهونو نه بچ کيدل هم نصيب کيږي۔
حضرت مُخَوَّل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت بُهَيم عِجلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته وفرمائيل: زما د حَج اِراده ده، څوک زما د حج ملګرے جوړ کړئ! زما يو ګاؤنډي هم حج له تلل غوښتل، ما هٰغه ګاؤنډي د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ملګرے جوړ کړو۔
حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير نيک او متقي بزرګ وو، د الله پاک د ويرې نه به يـې ژړل، حضرت مُخَوَّل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما ګاؤنډي ته چې کله د هغوئي د ژړا پۀ باره کښې پته ولګيده نو زما خوا له راغلو، او ويې وئيل: زۀ د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره نشم تللے، ما د بَل چا ملګرے جوړ کړئ! ما پۀ حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: زمونږ پۀ ټول ښار کښې به د هغوئي پۀ شان نيک او اخلاقي بنده نۀ وي۔۔۔!! بيا تۀ د هغوئي د صحبت نه محرومي ولې غواړې؟ ګاؤنډي ووئيل: هغوئي اکثر ژاړي۔ د هغوئي سره به زما سفر ښه نۀ وي۔ فرمائي: ما خپل ګاؤنډي پوهه کړو چې دا ډير ښه بزرګ دے، نيک دے، تقویٰ دار دے، د هغوئي صحبت به ستا د پاره ډير فائده مند وي۔ هغۀ وومنله۔
خير! سفر شروع شو، د حج قافله د مکے مکرمې طرف ته روانه شوه۔ چې کله دوئي واپس راغلل نو زۀ د خپل ګاؤنډي خوا له لاړم، هغۀ زما شکريه اداکړه او وئې وئيل: الله پاک دې تاسو ته جزائے خير درعطا کړي، ما د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان انسان چرې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami