Share this link via
Personality Websites!
اوږد سفر اوکړو، پۀ ځنګلونو باندې تير شو، پۀ ميدانونو باندې تير شو، ويښتۀ يـې د دوړو نه ډک شول، ظاهري حُليه يـې بدله شوه،
دلته چې کله مکې والا خبر شول چې وزير صاحب (Minister Sahib) د حج د پاره تشريف راوړي، ظاهره ده چې د وزارت عهده (Ministry post) څۀ وړه عهده خو نۀ وي، نو د مکے مکرمې لوئي لوئي عهده داران د هر کلي د پاره راوتل، کله چې يـې وزير صاحب باندې نظر پريوتونو ويې ليدولوچې د هغوئي ويښتۀ ګډ وډ دي، مخ يـې پۀ دوړو سخا دے، ټوله حُليه يـې بدله شوې ده۔ لوئي لوئي عهده دارانو پۀ حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: تاسو دا د مسکينانو پۀ شان شکل او بغير د پيزار نه پۀ ځنګلونو او ميدانونو کښې پيدل سفر ولې اوکړو؟ بيا د توبې د پاره د راغلي پخواني وزير صاحب د عشق نه ډک جواب واورئ! وه يـې فرمائيل: تاسو ووايئ چې کله يو اِنسان د خپل مولا پۀ در باندې حاضري اوکړي، د هغۀ څۀ حالت پکار دے؟ زۀ پيدل د حاضرۍ د پاره راغلے يم، حق خو دا وو چې پۀ سر باندې راغلے وے۔([1])
حرم کی زمیں اور قدم رکھ کے چلنا اَرے سَر کا مَوقع ہے او جانے والے([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کاش چې زمونږ هم داسې د عشق او د مستۍ نه د ډک، ايمان تازه کوونکي حج سعادت نصيب شي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami