Share this link via
Personality Websites!
اَلۡـحَـمۡـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الۡـعٰـلَـمِیۡنَ ؕ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالـسَّـلَامُ عَـلٰی خَاتَمِ النَّبِیِّن ؕ
اَمَّـا بَــعۡـدُ فَـاَعُـوۡذُ بِـا لـلّٰـہِ مِـنَ الـشَّـیۡـطٰنِ الـرَّجِیۡمِ ؕبِـسۡمِ الـلّٰـہِ الـرَّحۡـمٰنِ الـرَّحِـیۡمِ ؕ
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم فرمان مبارک دے:
اَوْلَی النَّاسِ بِیْ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ اَکْثَرُہُمْ عَلَیَّ صَلَاۃً
ترجمه: د قيامت پۀ ورځ به پۀ خلقو کښې د ټولو نه زيات ما ته نزدې هٰغه کَس وي، کوم چې پۀ ما باندې د ټولو نه زيات درود شريف لولي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! درودِ پاک څومره اعلیٰ نيکي ده۔۔۔!! د دې پۀ برکت سره د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب نصيب کيږي۔ د دې حديثِ پاک لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د قيامت پۀ ورځ به د ټولو نه پۀ ارام کښې هغه وي څوک چې د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وي او د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملګرتيا (يعنې د قُرب، نزدې والي) د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami