Share this link via
Personality Websites!
کولو؟ بيا هغه هم داسې پۀ يوې پسې بَله نيکې يادوله نو هغه ته ووئيلے شو: تا به د خلقو پۀ مخکښې دا اعمال کول خو چې کله به تۀ يواځې شوې نو د نافرمانو پۀ ذريعه به دې زما سره مقابله کوله او تا به زما هيڅ خيال نۀ ساتلو۔ ([1])
کاميابي صرف د خپلې اِصلاح سره ميلاؤيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې کاميابي صرف د خپلې اِصلاح سره ميلاؤيږي، پۀ دې دُنيا کښې څوک هم د نورو پۀ اوګو باندي پۀ ودريدو سره لوړ مقام ته نشي رسيدے،لوړ مقام ته رسيدل هم پۀ خپلو ښپو باندي د ودريدو سره کيدے شي، چا عقلمند ډيره ښکلې خبره کړې ده چې پۀ دې دُنيا کښې صرف يو اِنسان دے کوم چې تا کاميابولے شي او هٰغه يو اِنسان هم تۀ پخپله يـې۔
پۀ 30 سيپاره، سُورَةُ الشَّمس، آيت: 9 او 10 کښې اِرشاد دے:
قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَكّٰىهَاﭪ(۹) وَ قَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰىهَاؕ(۱۰)(پارہ:30، سورۀ الشمس:9/10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه چا چې نفس پاک کړلو هغه کامياب شو۔ او بے شکه چا چې نفس پۀ ګناهونو کښې پټ کړو هغه ناکام شو۔
ياد ساتئ چې * د نجات دارومدار پۀ شهرت باندې نۀ دے * د نجات دارومدار پۀ عزت باندې نۀ دے * د نجات دارومدار پۀ مال او دولت، پۀ عيش او عشرت باندې نۀ دے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami