Share this link via
Personality Websites!
معلومه ده چې څوک نور پوهه کوي، نورو ته د نيکۍ حُکم کوي خو پخپله پرې عمل نۀ کوي نو د قيامت پۀ ورځ به هغه د سخت عذاب حقدار وي، د دې باوجود تاسو نورو ته خو د نيکۍ حُکم کوۍ، نورو ته خو د اِسلام رښتنولي بيانوۍ او پخپله خپل ځان هيروۍ۔۔۔!! آيا پۀ تاسو کښې عقل نشته۔۔۔؟ تاسو دومره لويه بيوقوفي څنګه کولے شۍ۔۔۔؟ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې آيت مبارک نه دا سبق ميلاؤ شو چې د قول او فعل تضاد يعنې وئيل يو څۀ او کول بَل څۀ، نور خلق پوهه کول خو پخپله پرې عمل نۀ کول، دا ډيره لويه بيوقوفي ده، عقلمند له پکار دي چې الله پاک کوم حق پۀ هغۀ باندې واضحه کړے دے، د ټولو نه وړومبے پۀ هغې باندې پخپله عمل اوکړي او ورسره ورسره نورو له هم د دې ترغيب ورکړي۔
د حضرت عَدِي بن حاتِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، حُضُورِ اَقدَس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت پۀ ورځ به د ځينو خلقو د جَنَّت طرف ته د بوتللو حُکم وشي، د دې پورې چې کله هغوئي جَنَّت ته نزدې ور ورسيږي او د هغې خوشبو بوئي کړي، د هغې محلونه او پۀ هغې کښې د جَنَّتيانو د پاره تيار کړے شوي نعمتونه وويني نو اواز به اوکړے شي: دوئي د جَنَّت نه واپس کړئ ځکه چې د دوئي پۀ جَنَّت کښې هيڅ حصه نشته۔ (د دې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami