Share this link via
Personality Websites!
اِرشاد دے چې ټول اِنسانان پۀ نقصان کښې دي، آؤ! پۀ کومو کښې چې 2 صفتونه وي، هغوئي پۀ نقصان کښې نۀ دي، وړومبے صفت:
اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ(پارہ:30، سورۀ العصر:3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خو هٰغه خلق چې ايمان يـې راوړو او ښه کارونه يـې اوکړل۔
دويم صفت:
وَ تَوَاصَوْا بِالْحَقِّ ﳔ وَ تَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ۠(۳)(پارہ:30، سورۀ العصر:3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او يو بل ته يـې د حق تاکيد اوکړو او يو بل ته يـې د صبر وصيت اوکړو۔
د اِمام حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې پوښتنه وشوه: آيا روحاني طبيب د نورو علاج کولے شي؟ وه يـې فرمائيل: آؤ! کولے شي، خو وړومبے دې خپل علاج اوکړي، بيا دې د نورو کوي چې څوک پخپله بے لارې وي نو نورو ته به لار څۀ وښائي۔ ([1]) د هغوئي نه دويمه پوښتنه اوکړے شوه: خلق وائي چې خلقو ته نصيحت هٰغه وخت کول پکار دي کله چې اِنسان پخپله د ټولو بدو نه پاک وي؟ وه يـې فرمائيل: شيطان خو هم دا غواړي چې د نيکۍ د دعوت ورکولو او د ګناه نه د منع کولو دروازه بنده شي ([2]) يعنې هر کَس که چرې صرف هم پۀ خپله اِصلاح کښې اخته شي او ځان پۀ پوره توګه د ټيک کولو نه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami