Share this link via
Personality Websites!
لار اِختيارول دي، تۀ هم نن دا فيصله وکړه که سميږي او جَنَّت ته تلل غواړې اوکه خرابيږي او دوزخ ته غورځيدل غواړې۔ لهذا پۀ هغه حساب سره عمل اوکړه)۔ ([1])
کچھ نیکیاں کما لے جلد آخِرت بنا لے
کوئی نہیں بھروسہ اے بھائی! زندگی کا
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! څومره ښکلے انداز دے۔۔۔!! حضرت اِبراهيم تَيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ تنهايۍ کښې ناستے دے او خپل ځان له د نيکۍ دعوت ورکوي، غور اوکړئ چې آيا زمونږ پۀ ژوند کښې هم داسې ساعت راغلے دے۔۔۔؟ هسې مونږ عقلمند خو ډير يو، نورو له ښه ډير د نيکۍ دعوت ورکوو * که ځوي غلطي اوکړي نو ډير پۀ ښه طريقه يـې پوهه کوو * د چا دوست نه که څۀ خطا وشي نو څو څو ګينټې ورسره تيروو او پوهه کوو يـې * که نوکر غلطي اوکړي نو بيا خو د هغۀ شامت راشي * مونږ د ټولې دُنيا پۀ مسئلو باندې هم تبصرې کوو * پۀ فلانکي ملک کښي داسې وشول، فلانکي حُکمران له داسې نۀ بلکې داسې کول پکار وو * نن مسلمان ترقي هم پۀ دې وجه نشي کولے، نن پۀ معاشره کښې فلانکي فلانکي عيبونه دي، داسې چې تبصرې کول وي، تجزيې کول وي، مونږ يـې د څو څو ګينټو پورې کوو خو د سوچ خبره ده؟ آيا چرته پۀ ژوند کښې داسې ساعت راغلے دے چې مونږ يواځې ناست يو، مونږ خپل ګريوان نيولے وي او د ځان نه پوښتنه کوو چې اے عقلمند جوړيدونکيه!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami