Share this link via
Personality Websites!
ظاہِر اچھا ہے باطِن بُرا ہے یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے
عَیب دُنیا میں تُو نے چُھپائے حَشَر میں بھی نہ اب آنچ آئے
آہ! نامہ مِرا کُھل رہا ہے یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د دې وخت ډيره لويه مسئله ده چې نن سبا مونږ پۀ نورو د تنقيد کولو نه نۀ وزګاريږو خو زمونږه د دِين بزرګانو، د الله پاک نيکانو بندګانو به پۀ نورو باندې تنقيد کم او خپلې اِصلاح ته پام زيات کولو۔ حضرت اِبراهيم تيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نيک بنده وو، يوه ورځ هغوئي خيال کولو چې ګويا هغوئي پۀ دوزخ کښې دي، د وور پۀ زنځيرونو تړلے شوے دے، زقوم (يعنې زهريلا ازغنه ونه) خوري، د دوزخيانو وينې زغوې څښي، د دې خيالونو نه پس هغوئي د خپل ځان نه پوښتنه اوکړه: وايه! ستا څۀ پکار دي (د دوزخ داسې وحشت ناک عذاب يا د دې نه نجات)؟ د دننه نه اواز راغلو: نجات پکار دے۔ د دې نه پس هغوئي دا خيال اوکړو چې لکه هغوئي پۀ جَنَّت کښې دي، د هٰغه ځائے ميوې خوري، د جَنَّتي نهرونو شربتونه څښي، د دې خيال کولو نه پس هغوئي د خپل ځان نه پوښتنه اوکړه: اے نفسه! ستا د کوم څيز خواهش دے (د جَنَّت که د دوزخ)؟ نفس ووئيل: زما د جَنَّت خواهش دے۔ بيا هغوئي د خپل ځان پۀ پوهه کولو سره وفرمائيل: اے نفسه! في الـحال تا ته مهلت ميلاؤ شوے ، (لا اوس تۀ ژوندے يـې، اوس تا ته هم پخپله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami