Share this link via
Personality Websites!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دې دُنيا ته هر يو کس يواځې راغلے دے او ټولو ته هم خپل قبر ته کوزيدل دي، آه! هٰغه ورځ راتلونکې ده، کله چې به اسمان راغونډ کړے شي، دا زمکه به د بلې سره بدله کړے شي، غرونه به ذرې ذرې شي او د مالوچو د ذرو پۀ شان به پۀ هوا کښې الوځي، آه! دا فاني دُنيا به خپل عبرتناک انجام ته ورسيږي۔ ټول اِنسانان به بيا راژوندي کړے شي۔
الله! الله! دا د حِساب ورځ ده * څوک پيدل * څوک پۀ سورلۍ او * څوک به پړمخې راښکلے کيږي او د حشر د ميدان طرف ته به راوستلے کيږي * د اوسپنې سرۀ شوې زمکه * وور وروونکے نمر * ګرمي به دماغ خوټکوي * څوک به هم پۀ خپله خوله کښې غوپې وهي * ژبې به د تندې نه وچې شي او ازغي به ترې جوړ شي * زړۀ به خوټکيږي او خُلې له به راځي، هر يو به پۀ خپل خپل تکليف کښې اخته وي۔ آه! آه! د هٰغه ورځې وحشتونه۔۔۔ اَلاَمَانُ وَالحَفِيظُ! څوک به د چا پوښتنه نۀ کوي * ځوي به د پلار نه * پلار به د ځوي نه تښتي * مور به خپل يک يو ځوي پريږدي * ورور به د ورور نه لرې شي، مُجرم به هٰغه وخت خواهش کوي چې کاش! نن د عذاب نه د بچ کيدو پۀ بدل کښې خپل ځوي، خپله ښځه، خپل ورور، خپله قبيله د دې پورې چې پۀ زمکه کښې چې څۀ دي هر څۀ ورکړي او نجات حاصل کړي خو غږ به وشي: کَلَّا هيڅکله هم نۀ، نن د عدل ورځ ده۔
اَللہُ اَکْبَر! پۀ دغه ورځ به د پټيدو هيڅ يو ځائے نۀ وي، څوک به هم د الله پاک نه پټيدے نشي *زمونږ لاسونه * غوږونه * ژبې * ښپې * زمونږ څرمنې به زمونږ خلاف
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami