Share this link via
Personality Websites!
قائمول (يعنې د نـمونځ د ظاهري او باطني د آدابو پۀ خيال ساتلو نـمونځ کول) اِنسان د بدۍ او د بدو خبرو نه بچ کوي۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، چې پۀ داسې انداز کښې مونږ نـمونځ کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! داسې داسې برکتونه به مو نصيب کيږي چې ټوله دُنيا به مو ښه شي، اخرت به مو هم ښۀ شي۔
غل د صحيح نـمونځ کولو پۀ برکت صحيح شو
يو ځل د مدينے د سرکار، د زړونو د قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دربار کښې عرض اوکړے شو: فلانکے کَس د شپې نـمونځ هم کوي او سحر غلا هم کوي! اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ډير زر به نـمونځ هغه د بد عمل نه منع کړي۔ ([2])
د يو مجازي عاشق نا اشنا او عجيبه واقعه
حضرت عبد الرحمان صَفَّوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ نُزهَةُ المَجالِس کښې يوه عجيبه واقعه ليکلې ده، د کومې خلاصه چې دا ده چې يو کَس پۀ يوه زنانه باندې عاشق شو، اخر يـې همت اوکړو او هغۀ هٰغې زنانه ته پۀ يوه چيټۍ کښې د خپل عشق اظهار اوکړو۔ هٰغې زنانه د ډيرې شريفې کورنۍ سره تعلق لرلو، د چيټۍ کتو سره پريشانه شوه، وادۀ شوې هم وه، د سوچ فِکر کولو نه پس يـې هغه چيټۍ خپل خاؤند ته وړاندې کړه۔ د هغې خاؤند پۀ يو جومات کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami