Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ آيت مبارک کښې 3 حُکمونه شوي دي، دا حُکمونه صرف د بني اِسرائيلو د عالمانو د پاره نۀ دي بلکې زمونږ د پاره هم دي، پۀ مونږ باندې هم لازم دي چې دا 3 نيک اعمال اِختيار کړو، پۀ دې کښې زمونږ د اِيمان حفاظت هم دے او د دې سره سره ډيرې د دُنيا او د اخرت فائدې هم پۀ دې نيک اعمالو کښې ميلاؤيږي۔ راځئ چې د دې نيک اعمالو څۀ وضاحت او د دې برکتونه واورو:
وړومبے نيک عمل د کوم چې دلته حُکم راکړے شوے، هغه دے: نـمونځ قائمول۔ اِرشاد دے:
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نـمونځ قائم کړئ۔
پۀ دې ځائے کښې خو وړومبے د نـمونځ قائمولو پۀ معنیٰ باندې ځان پوهه کړئ! زمونږ پۀ معاشره کښې داسې ډير خلق دي، کوم چې مَعَاذَ الله! شريعت او طريقت بيلوي، نوم د تصوف اخلي او انداز هغه اِختياروي کوم چې د منافقانو دے ، دې نادانو له که چرې د نـمونځ دعوت ورکړے شي نو وائي: قرآنِ کريم خو د نـمونځ کولو هډو حُکم نۀ دے کړے، د قائمولو حُکم يـې کړے دے او مونږه قائم ساتلے دے۔ (اَستَغفِرُ الله!)
پته نۀ لګي چې د قائمولو نه دا نادانه څۀ مُراد اخلي، چې نـمونځ نۀ کوې نو قائم به يـې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami