Share this link via
Personality Websites!
هغوئي د کلمې وئيلو، د الله پاک د خوږ محبوب، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غلامۍ کښې د راتللو نه اِنکار اوکړو)۔ غرض دا چې دا 3 باطني بيمارۍ وې، کومو چې بني اِسرائيل د کلمې وئيلو او د اِسلام د قبلولو نه منع کول، نو د دوئي د دې دريو بيمارو د پاره 3 علاجونه تجويز کړے شول، ارشاد دے: ([1])
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نـمونځ قائم کړئ۔
د دې پۀ برکت سره به تاسو ته د ځان خوښۍ نه نجات حاصل شي، يعنې کله چې تاسو پۀ رښتوني زړۀ سره د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې سر ښکته کړئ، سر پۀ سجده شئ او سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْاَعْلٰی لولئ نو د دې پۀ برکت به ستاسو غرور مات شي، زړۀ ته به عاجزي راشي او تاسو ته به د ځان خوښۍ د افت نه نجات حاصل شي۔ ([2])
وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زکوٰة ادا کړئ۔
د دې پۀ برکت سره به د مال محبت د زړۀ نه ووځي او
وَ ارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د رکوع کوونکو سره رکوع اوکړئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami