Share this link via
Personality Websites!
(3): دريم حُکم:
وَ ارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د رکوع کوونکو سره رکوع اوکړئ۔
د بني اِسرائيلو د پاره د شِفا نُسخه
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې ځائے کښې ډيره اِيمان تازه کوونکې خبره ليکلې ده، فرمائي: د بني اِسرائيلو عالِمان پۀ دريو بيمارو کښې اخته وو: (1): ځان خوښي (لکه څنګه چې پۀ قرآنِ کريم کښې هم پۀ ځينې ځايونو کښې وئيلے شوي دي چې دوئي خپل ځان ته د الله پاک محبوبان وائي، هغوئي دا ګڼله چې مونږ به هيڅکله دوزخ ته نۀ ځو، که لاړ هم شو نو يو څو ورځې به پکښې اوسيږو وغيره، دا د هغوئي ځان خوښي وه، کومې چې هغوئي د ايمان راوړلو نه منع کول) (2): دويمه بيماري د مال حِرص (دې خلقو ته به نذرانې ميلاؤيدې، خلقو به دوئي عالمان، فاضلان ګڼل او د دوئي خدمت به يـې کولو، د هٰغه وخت غير مسلمه حُکمرانانو د دوئي د پاره باقاعده وظيفې مقرر کړې وې، د دوئي د نذرانو او د وظيفو حِرص وو، دوئي ته معلومه وه چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي دے خو د دوئي سره د خپلو نذرانو او د وظيفو د بنديدو ويره وه، ځکه يـې کلمه نۀ وئيله) (3): دريمه بيماري د هغوئي دا وه چې دا خلق پۀ حَسَد کښې اخته وو (د حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام نه پس نبوت پۀ بني اِسرائيلو کښې راروان وو، پۀ دغه موده کښې چې کومو نبيانو هم تشريف راوړلو، هغوئي ټول هم پۀ بني اِسرائيلو کښې وو، بيا چې کله اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اِسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ اولاد کښې تشريف راوړلو نو دوئي حَسَد شروع کړو چې اخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بني اِسرائيلو کښې ولې رانغلو، د دې حَسَد پۀ وور کښې پۀ سوزيدو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami