Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زکوٰة هم ډير اهم عبادت دے، د اِسلام پۀ 5 بنيادي ارکانو کښې يو بنيادي رُکن دے۔ د دې هم ډير فضيلتونه دي او ډير برکتونه دي۔ د سبق نه ډک يو روايت واورئ!
د زکوٰة پۀ فضيلتونو باندې يو څو روايتونه
اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې د خپل قيمتي مال نه پۀ رضا مندۍ او د زړۀ د خوشحالۍ سره زکوٰة ادا کړو نو * پۀ وړومبي اسمان کښې د هغۀ نوم سَخِيٌ (يعنې سخاوت کوونکے) دے * پۀ دويم کښې د هغۀ نوم مُبَارَکٌ (يعنې د هغه پۀ جان او مال کښې برکت ايښودے شوے دے)، د هغۀ مال به محفوظ وي * پۀ دريم کښې د هغۀ نوم جَوَّادٌ (يعنې ډير زيات سخاوت کوونکے) دے * پۀ څلورم اسمان کښې د هغۀ نوم مُطِيعٌ (يعنې فرمانبردار) دے * پۀ پينځم کښې د هغۀ نوم بَارٌ (يعنې نيکوکار) دے * پۀ شپږم اسمان کښې د هغۀ نوم مُحفُوظٌ (يعنې د هغۀ حفاظت شوے) دے او * پۀ اوؤم اسمان کښې مَغفُورٌ (يعنې معاف کړے شوے) دے۔
او که چرې (مَعَاذَ الله!) هغه د خپل مال نه زکوٰة نۀ ادا کوي نو * نو پۀ وړومبي اسمان کښې د هغۀ نوم دے: بَخِيلٌ (يعنې کنجوس) * پۀ دويم کښې هَالِکٌ (يعنې تباه او برباد کيدونکے) * پۀ دريم کښې مُتَمَسِّکٌ (يعنې د چا نه چې خير منع کړے شوے وي) * پۀ څلورم کښې مَمقّوتٌ (يعنې ډير ناخوښه کَس) * پۀ پينځم کښې عَاصِي (يعنې ګنهګار) * پۀ شپږم اسمان کښې د هغۀ نوم غَيرُ مُحفُوظٌ (يعنې غير محفوظ، د چا چې حفاظت اونکړے شي) دے * او پۀ اوؤم اسمان کښې مَردُودٌ (يعنې هٰغه کَس د کوم چې نـمونځونه او روژې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami