Share this link via
Personality Websites!
2 درجو پۀ مينځ کښې به دومره فاصله وي څومره چې تربيت يافته تيز رفتاره د ښه نسل اَس پۀ 70 کالو کښې وهي او * چا چې د ماسپښين نـمونځ د جَمعې سره ادا کړو، د هغۀ د پاره به پۀ جَنَّتِ عَدن کښې 50 درجې وي، د هرو 2 درجو ترمينځه به دومره فاصله وي څومره چې يو تربيت يافته تيز رفتاره د ښه نسل اَس پۀ 50 کالو کښې وهي او * چا چې د مازيګر نـمونځ د جَمعې سره ادا کړو، د هغۀ د پاره به د اسماعيل [عَلَیْهِ السَّلَام] پۀ اولاد کښې د داسې 8 غلامانو د ازادولو ثواب وي کوم چې د کعبې شريفې خيال ساتونکي وي او * چا چې د ماښام نـمونځ د جَمعې سره اوکړو، د هغۀ د پاره به د قبول شوي حج او د قبول شوې عمرې ثواب وي او * چا چې د ماسخوتن نـمونځ د جَمعې سره اوکړو، د هغۀ د پاره به پۀ لَيَلةُ القَدر کښې د قيام (يعنې د عبادت) کولو همره ثواب وي۔ ([1])
خدا! سب نمازیں پڑھوں باجماعت کرم ہو پئے تاجدارِ رسالت
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ آيت مبارک کښې دريم حُکم دا راکړے شو چې
وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زکوٰة ادا کړئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami