Share this link via
Personality Websites!
نو د بل نـمونځ پورې به يـې نفلونه کول۔ ([1]) پۀ يو روايت کښې دي: کله چې به ترې د ماسخوتن جَمعه قضا شوه نو ټوله شپه به يـې پۀ عبادت کښې تيروله۔ ([2]) د تابعي بزرګ حضرت سعيد بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه به چې کله جَمعه قضا شوه نو خپله ږيره به يـې نيوله او ژړل به يـې۔ ([3])
د جَمعې سره د نـمونځ کولو فضيلتونه
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ باره کښې دا سوچ هم نشي کيدے چي دوئي به قصداً عمداً د شرعي اجازت نه بغير د جَمعې سره نـمونځ قضا کړي، د څۀ مجبورۍ پۀ وجه به د جَمعې پۀ قضا کيدو باندې د هغوئي دا حالت وو خو آه! اوس دلته ډير خلق بغير د څۀ شرعي مجبورۍ نه د جَمعې سره د نـمونځ نۀ کولو پۀ افت کښې راګير پۀ نظر راځي او د چا نه چې د جَمعې سره نـمونځ قضا شي، هغۀ ته افسوس کيدل خو لويه خبره ده د هغۀ پۀ خندا او وينا کښې څۀ قِسمه فرق هم نۀ راځي! کاش۔۔۔!! چې د جَمعې قضا کوونکو ته دا اِحساس کيدلے چې د جَمعې د قضا کيدو پۀ شکل کښې د هغوئي څومره نقصان شوے دے۔ د روايتونو مطابق * د فرض نـمونځ د جَمعې سره پۀ ادا کولو کښې د اِيمان والا کيدو ګواهي ده * الله پاک د جَمعې سره نـمونځ کوونکي محبوب ساتي (يعنې خوښوي) يـې۔ * د جَمعې سره نـمونځ د ځانله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami